درې طالبان په تخار کې د طالبانو ضد یو قومندان سره په نښته کې ووژل شول

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې په تخار کې د ځایي قومندان، خان محمد سره په نښته کې درې طالبان وژل شوي.

سرچینې زیاتوي چې تېره ورځ سهار شاوخوا شپیته تنه طالبان د تخار ولایت د چال ولسوالۍ په اسپنج کلي کې د دغه قومندان پر پوستې خپل بریدونه پیل کړل چې د مقاومت جبهې د دغه قومندان د ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ شول.

د سرچینو په وینا په دغه نښته کې دوه طالبان ټپیان شوي.

سرچینې زیاتوي چې د دغه قومندان د ځواکونو یو تن له ټپي کېدو وروسته طالبانو لاس ته لوېدلی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ