د طالبانو تخاري منتقد لا هم بند خونه کې تر شکنجې لاندې دی

لخوا Aamaj News

تخار کې سرچینې آماج ته وایي؛ چې دې ولایت کې د طالبانو منتقد او د پوهنتون استاد چې له طالبانو څخه د انتقادي موضوعاتو خپرولو له امله نیول شوی وو، لا هم د دې ډلې بند خونه کې تر شکنجې لاندې دی.

د سرچینې په وینا؛ سبحاني یوه نیمه میاشت وړاندې د طالب استخباراتو لخوا نیول شوی او او تر «سختې» شکنجې لاندې دی.

ورته وخت تخار کې طالب چارواکو منلې، چې د سبحاني د نیولو لامل له دې ډلې څخه په ټولنیزو شبکو کې انتقادي پوسټونه وو.

د سبحاني کورنۍ ادعا کړې، چې نوموړي دوه میاشتې وړاندې له ایران څخه تخار ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره سفر کړئ او هېڅ جرم یې نه دی ترسره کړی.

د ویلو ده چې نوموړي تازه د ایران خوارزمي پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو برخه کې خپل د دوکتورا سند ترلاسه کړی دی.

د سبحاني نیول په داسې حال کې دي، چې وروستیو کې د طالبانو لخوا د ټولنیزو او رسنیزو فعالانو نیول زیات شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ