طالبانو تخار کې د زلزلې له امله د ۱۲ تنو له مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی

لخوا Aamaj News

تخار کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې تېره شپه دې ولایت کې د زلزلې له امله ۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.

سیمه‌ییزو طالب چارواکو نن (چهارشنبه د وري دویمه) د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې د زلزلې له زیان لیدونکو سره لیدنه کې یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ولسوالۍ کې شااوخوا ۲۰ کورونه ویجاړ شوي.

د ولایت کې د زلزلې قربانیان د فرخار، ورسج، لکفګان او اشکمش ولسوالیو دي.

ورته وخت د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې تېره شپه ټول هېواد کې د زلزلې له امله ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ تنه نور ټپیان شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ