تخار کې طالبانو یو ځوان له دې ډلې د نیوکې له امله بندي کړی دی

لخوا Aamaj News

تخار کې سرچینې آماج ته وايي، چې طالبانو دې ولایت کې ټولنیز فعال سبحان‌الله سبحاني له دې ډلې څخه د نیوکې له امله بندي کړی دی.

د سرچینو په وینا، دا ټولنیز فعال یو ویشت ورځې وړاندې د طالب استخباراتو لخوا نیول شوی او اوسمهال تر «سختې» شکنجې لاندې دی.

ورته وخت تخار کې طالب چارواکو منلې، چې د سبحاني د نیولو لامل ټولنیزو رسنیو کې له دې ډلې د نیوکې پوسټونه دي.

د سبحاني کورنۍ ادعا کړې ده، چې نوموړی یوه میاشت وړاندې له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره تخار ته تللی وو او دې موده کې یې هېڅ جرم نه دی کړی.

د یادونې ده، چې دا ټولنیز فعال له کالونو راپدېخوا د ابوعثمان تالقاني لیسه کې ښوونکی وو، او تازه یې د خپلې دوکتورا سند د ایران له خوارزمي پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ترلاسه کړی دی.

د سبحاني نیول په داسې حال کې دي، چې وروستیو کې د طالبانو لخوا د ټولنیزو او رسنیزو فعالانو نیول زیات شوي دي. په دې وروستیو ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې طالبان یو ځوان د دې ډلې ته د «ښکنځلو» په تور نیولی او او په دورو یې وهي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ