په تخار کې سیمه ییزې سرچینې اماج ته وایي؛ چې د تالقان ښار په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت مامورینو د چک پاینټونه جوړ کړي او له بې نقابه او بې محرمه ښځو سره بد چلند کړي او دوی بېرته کورونو ته لېږي.
د سرچینې په وینا؛ دغه مامورین هغه ښځې چې محرم لري او چادري نه لري؛ د محرم سپکاوی کړي.
بل پلو تالقان کې د طالبانو له چک پاینټ څخه یو عیني شاهد آماج ته وایي؛ چې د طالبانو امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت مامورینو د خلکو لپاره ژوند تریخ کړی.
دا څوم راپور دی چې خلک په یاد ښار کې د طالبانو له چلند شکایت کړي.
له دې وړاندې هم د تالقان ښار د پل کلان په سیمه کې طالبانو بې چادرۍ او محرم ښځې له ښاري ټکسي ښکته کړې او په سپکاوي سره یې پوښتنې ترې کړې وي.