تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو دې ولایت کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون کوونکو یو غړی رحیمالله چې په «رحیم ترپال» مشهور وو، وژلی دی.
د سرچینو په وینا طالبانو نوموړی تېره ورځ (چهارشنبه د لېندۍ ۱۶مه) د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د سرایسنګ په درېیم سړک وژلی دی.
د سرچینې په وینا د رحیمالله دوه وروڼه د طالبانو غړي دي.
ویل کېږي چې له دې وړاندې هم تخار ولایت کې څو نور پخواني پوځیان د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوي