ناپېژاندو وسله والو په تخار کې د تېر حکومت یو جنرال وواژه

لخوا Aamaj News

ناپېژاندو وسله والو د تېر حکومت د ملي دفاع وزارت د تاسیساتو رئیس، جنرال غني د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار کې وژلی دی.

په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، مبین صافی ویلی چې ښاغلی غني نن (شنبه، د تلې ٣٠مه) ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د دغه ولایت د استخباراتو ریاست ودانۍ مخې ته په نښه شوی دی.

د صافي په وينا، ناپېژاندو کسانو پر جنرال غني ډزې کړې او بيا له سيمې تښتېدلي دي.

هغه زياته کړې چې د تېر حکومت دغه جنرال د کورنيو ستونزو او شخصي دښمنيو له امله وژل شوى دى.

اړوند لیکنې

1 تبصره

зарубежные сериалы смотреть онлайн March 25, 2024 - 6:55 pm

If you desire to get a great deal from this piece of writing then you have to apply such strategies to your won blog.

ځواب

یو نظر پریږدئ