د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې د عزیمت په نوم یوې ښځې تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په دشتک سفلي کلي کې ځان راځوړند کړی.
د سرچینې په وینا؛ یادې مېرمنې ۳۲ کاله عمر درلود او د خپل لومړي خاوند له لوري له طلاق کېدو وروسته، د خپلې کورنۍ لخوا له رضایت پرته له بل کس ته کوژده شوې وه، چې له یادې اړیکې څخه د نه رضایت له امله یې یې ځان وژنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې هم د بامیان ولایت په خاک بابه سیمه کې هم یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان راځوړند کړی و.