طالبانو په تخار کې په یوه ورځ څه کم ١٠٠ کورنۍ په زوره کډه کړې

لخوا Aamaj News

په تخار کې د طالبانو په ملاتړ د وزیرستاني کوچیانو له خوا د خلکو د کورونو د غصبولو په دوام، سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو یوازې په یوه ورځ کې له قشلاق مهاجر کلي څخه شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ په زوره کډه کړي دي.

د سرچينې په وینا، طالبانو دغه ١٠٠ کورنۍ نن (پنجشنبه د تلې ١٤مه) د تخار ولايت له مهاجر قشلاق کلي څخه کډه کړي دي.

دا سرچینې زیاتوي چې په تخار کې وزیرستاني کوچیان نوي ځای پر ځای شوي او ټول «وسله وال» دي.

د سرچينې له قوله، د دغه ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې کوچيانو يو سپى چې د خپل خاوند د کور د غصب مخه يې نيولې وه، اعدام کړی.

له بلې خوا د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یوه بله سرچینه آماج ته وايي چې طالبانو د دې ولسوالۍ په مرکز کې ۸۰۰ کورنیو ته دوې ورځې وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او له دې ولسوالۍ کډه وکړي.

د سرچينې په وینا، دغه کورنۍ تاجیک او ازبېک تباره دي.

په تخار کې سیمه ییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ