تخار کې د مقاومت جبهې ځواکونو په برید کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ټپیان شوي

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې د مقاومت جبهې ځواکونو د برید په پایله کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا؛ یاد برید (سه شنبه د تلې ۱۲مه) د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په زاړه ښار کې د طالبانو په یو کندک شوی دی.

د سرچینې په وینا؛ پر یاد کنډک راکټي برید شااوخوا ۴۰ دقیقې دوام وکړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ