تخار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافی وايي چې یاد ولایت کې ناپېژنده کسانو یوه ښځه وژلې ده.
د نوموړي په وینا؛ دا پېښه نن (پنجشنبه د تلې ۷مه) سهار مهال د تخار ولایت مرکز اړوند د تالقانو ورته بز سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې یاده ښځه ناپېژنده کسانو د «تفنګچې» په ډزو سره وژلې ده.
عبدالمبین صافي زیاته کړې؛ چې د یادې ښځې قاتل نیول شوی دی او له یاد کس څخه څېړنې پیل شوې دي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More here on that Topic: aamajnews24.com/ps/takhar-143/ […]