تخار کې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې د مقاومت جبهې ځواکونو د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د سرچینې په وینا د یاد برید په پایله کې چې تېره شپه (چهارشنبه د تلې ۶مه) د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ په خفدره سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته شوې، درې طالبان وژل شوي او څلور نور طالبان ټپیان شوي.
تخار کې طالبانو د مقاومت جبهې د یاد برید په اړه تر اوسه څه ویلي نه دي.
1 تبصره
We always follow your beautiful content I look forward to the continuation.