طالبانو په تخار کې د مقاومت جبهې څلور ځواکونه له نيولو وروسته په ډزو ووژل

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې څلور غړي له نیول کېدو وروسته په بې رحمانه توګه په ډزو وژلي دي.

دغې سرچينې زياتوي چې د تېرې ورځې (سه شنبه د تلي ۵مه) د تخار د چال ولسوالۍ په صياد کلي کې د طالبانو او مقاومت کوونکو تر منځ په نښته کې، څلور مقاومت کوونکي د طالبانو په لاس اسیران شوي او طالبانو يې په تړلو سترګو او لاسونو په ډزو وژلي دي.

د سرچينې په وینا، مولوي فتح‌الله، عزيزالله، وحيدالله او نويدالله هغه څلور کسان دي چې د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بغلان او پنجشېر کې د مقاومت د بندیانو په ډزو وژلو سره په جنګي جنایتونو تورن شوي وو.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Dark Motion November 5, 2023 - 2:10 am

Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.

ځواب

یو نظر پریږدئ