تخار کې د طالبانو او مقاومت جبهې زوروره نښته

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته یاد ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو له سختو نښتو خبر ورکوي.

یادې سرچینې زیاتوي، چې د تېرې شپې (دوشنبه د تلې ۴مه) له ناوخته څخه د تخار ولایت چال ولسوالۍ په صیاد سیمه کې د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ سختې نښتې شوې دي او تر اوسه دوام لري.

که څه هم د دې نښتو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې لا نه دي مالومې؛ خو د سرچینو په وینا، دې جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ