تخار کې د طالبانو پر پوسته د مقاومت جبهې د ځواکونو په برید کې اوو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د مقاومت جبهې ځواکونو یاد ولایت کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی او مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې ده.

د سرچینې په وینا دا برید (شنبې‌شپه د تلې دویمه) ناوخته مهال د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ په سبحاني سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته شوی دی.

د سرچینو په خبره، د یاد برید په پایله کې پینځه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ