په تخار کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې د سجاد په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سرچينې په وینا، دغه پېښه نن ماښام (سه شنبه، د وږي ٢٩مه) د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
له بلي خوا سرچینې وایي، چې د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ د نوآباد کلي د همغږۍ مسوول، مسعود مجاهد چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو له لوري سخت ټپي شوی و، نن کابل ته پر لاره ساه ورکړه.
د طالبانو له خوا د ملکي وګړو وژل کومه نوې خبره نه ده. دا وژنې په داسې حال کې کېږي چې دوی تل د خپل مشر پر عمومي بښنې ټینګار کړی دی.