تخار کې طالبانو یو چوپان ووژلو

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د یاد ولایت په فرخار ولسوالۍ کې یو چوپان وژلی.

د سرچینې په وینا دا پېښه تېره شپه(یک شنبه د وږې ۲۷مه) د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په نهر آب سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په خبره؛ یاد چوپان حسین نوم درلود او له هېچا سره یې دوښمني نه درلوده.

طالبان په دې اړه څه نه وایي

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم طالبان د یاد ولایت د فرخار ولسوالۍ په فرینګرد سیمه کې یو چوپان په ډزو وژلی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ