په تخار کې سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده.
د سرچينې په وینا، دغه پېښه تېره شپه (جمعه د وږي ١٨مه) د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ په نو آباد کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې ښځې شاوخوا ۴۳ کاله عمر درلود او له هغې نه څو اولادونه پاتي شوي دي.
د دغې مېرمنې د وژل کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.