تخار کې دوه بېلو پېښو کې د طالبانو دوه قومندانان ووژل شول

لخوا Aamaj News

تخار ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې دوه بېلو پېښو کې د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي.

سرچینې زیاته کړې لومړۍ پېښه کې د طالبانو یو قومندان قاري شمس الدین وقاص د مقاومت جبهې د ځواکونو لخوا ووژل شو.

د سرچینې په وینا د سرچینې په وینا دا پېښه تېره شپه (جمعه د وږې ۱۸مه) د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ په خفدره سیمه کې شوې ده.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي

بل پلو تخار کې یوه بله پېښه کې د طالبان یو قومندان د طالبانو یو بل قومندان کور ته له دننه کېدو وروسته وژل شوی.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې قومندان یاسر ګجر د ملا قربان کور ته له دننه کېدو وروسته لومړی د نوموړي لخوا ټپي شوی او روغتون له لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې.

سرچینې نن (شنبه د وږې ۱۹مه) وایي: «د تخار نمک آب ولسوالۍ کې د طالبانو یو قومندان دوه شپې وړاندې د طالبانو یو بل قومندان ملا قربان کور ته دننه کېږي او وروسته ملا قربان ورباندې ډزې کړي چې یاسر ګجر سخت ټپي شو او د یاد ولایت ولایتي روغتون ته له لېږدولو وروسته، تېره شپه یې ساه ورکړه.»

له دې پېښې سره په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې دا پېښه نمک آب ولسوالۍ کې د طالبانو درې غړو له نیول څخه وروسته شوې چې د خپلمنځي نښتې لامل شوې او درې کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده چې یاسر ګجر، اندرابونو، پنجشېر او خوست او فرنګ کې د مقاومت کوونکو ضد عملیاتونو کې هم ګډون درلود.

اړوند لیکنې

1 تبصره

YOURURL.com November 30, 2023 - 9:53 am

… [Trackback]

[…] Find More to that Topic: aamajnews24.com/ps/takhar-103/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ