طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅون یو پخوانی قوماندان ونیو

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون پخوانی قوماندان، احمد خان نیولی دی.

د سرچينې په وینا، احمد خان نن (جمعه د وږي ١٨مه) له خپلو څو تنو پخوانيو همکارانو سره نيول شوی دی.

دغې سرچينې زياته کړې چې طالبانو د ولسي پاڅون دغه پخوانى قوماندان د کلفګان ولسوالۍ د زردالو درې له کوز کلي څخه په دغه ولسوالۍ کې د دې ډلې د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د بريد په تور نيولى دى.

تر اوسه د احمد خان او د هغه د ملګرو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ