له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې د جماعت انصارالله درې غړي وژل شوي دي

لخوا Aamaj News

د تاجیکستان خاور دولتي خبري آژانس له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې د «جماعت انصارالله» ډلې د درېیو وسله‌والو د وژل‌کېدو خبر ورکړی دی.

دغه کسان پرون (سه‌شنبه د سنبلې په ١٤مه) د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د افغانستان د بدخشان ولايت د درواز ولسوالۍ له لارې د تاجیکستان خاورې ته داخل شي.

د جماعت انصارالله غړي په داسې حال کې له افغانستان څخه تاجیکستان ته ننوتلي چې طالبانو تل په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، چین، تاجکستان، ازبکستان او ډله‌ییزو امنیتي سازمانونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې د ازبیکستان د اسلامي تحريک او د تاجکستان د انصارالله د غړو شاوخوا درې سوه کورنۍ د افغانستان په شمال‌ختيځ په ځانګړې توګه په بدخشان ولايت کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو له سیمه‌ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې‌کولو ژمنه کړې وه.

د تاجیکستان چارواکو او د انصارالله جماعت ډلې په رسمي توګه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

93.5 CayCountry November 5, 2023 - 5:54 am

I appreciate you sharing this blog.Really looking forward to read more. Really Great.

ځواب

یو نظر پریږدئ