رحمان: طالبانو د افغانستان بېلابېلو توکمونو پر ضد تبعیضي تېری کوونکی سیاست تعقیبوي

لخوا Aamaj News

د تاجیکستان ولسمشر، امام علي رحمان ویلی چې طالبانو د افغانستان مختلفو توکمونو پر وړاندې تبعیضي تېری کوونکی سیاست تعقیبوي.

ښاغلی رحمان نن (پنجشنبه، چنګاښ ٣٠مه) په قرقیزستان کې د منځني اسیا د مشرانو په ناسته کې ویلی چې طالبانو د ورکړل شویو ژمنو برسېره په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو مخالف دي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د توکمونو پر وړاندي تېری کوونکي تبعیضي سیاست غوره کړې ده.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کېدو وروسته، له تاجیکستان سره یې ترینګلي اړیکي درلودلي دي.

له بلي خوا تاجیکستان اوس مهال د مقاومت جبهې د ځینو څېرو کوربه هم دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ