د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان وايي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ټولو قومونو، ملیتونو، سیاسي او ټولنیزو ډلو د استازو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول مهم بنسټ دی.
د تاجیکستان ولسمشر پرون (چهارشنبه، سنبلې۲۹مه) د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په دویمه ورځ په خپله وینا کې وویل چې په منځنۍ اسیا کې امنیت، ثبات او سیمهییزه همکاري د افغانستان په وضعیت پورې تړلې ده.
امام علي رحمان وویل چې له افغانستان څخه د مخدره موادو قاچاق په «غیر معمولي ډول» زیات شوی دی.
هغه زیاته کړی ده، افغانستان اوس هم په یوه پېچلي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې دی او په نړۍ کې تر ټولو ستر بشري ناورین دی.
ښاغلي رحمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو اندازه زیاته کړي او هېواد یې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
تاجیکستان تر دې مخکې هم د نشه يي توکو د قاچاق او «په افغانستان کې د ترهګرو د شتون او فعالیت» په اړه اندېښنه ښودلې وه.