د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراجالدین مهرالدین ویلي چې د طالبانو په وړاندې د دوشنبې دریځ بدلون نه دی کړی.
نوموړي د “چهارشنبه ورځ د سلواغې ۱۳ مه” د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت کې یوه مطبوعاتي غونډه کې هیله ښودلې چې طالبان دې له ټولو سیاسي او قومي ډلو سره د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی وښایي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنه د یو “ریښتینې ټولګډونه دولت” جوړول دي.
نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد پوله کې د امنیت د ټینګښت په اړه ویلي چې هېواد به یې د سویلي پولو د ټینګښت لپاره اړین چمتوالی په پام کې ونیسي.
له دې وړاندې د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د “د ټولییز امنیت د تړون سازمان” د غړو هېوادونو په مجازي ناسته کې وړاندیز کړی و، چې د افغانستان په چاپیر کې یو امنیتي کمربند جوړ شي.