رحمان: د افغانستان شمال شرقي ولایتونو کې ۶۰۰۰ بلواګرو ځای نیولی

لخوا Aamaj News

د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان تېره ورځ د‌ “ټولییز امنیت د هوکړې سازمان” د غړو هېوادونو مجازي ناسته کې وړاندیز کړی چې د افغانستان په شاوخوا کې باید یو امنیتي کمربند رامنځته شي. 

د روسیې تاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې رحمان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرو کې هم؛ له افغانستان سره د یاد هېواد د پولو د امنیت په تړاو خبرې کړې دي. 

په یاده ناسته کې د تاجیکستان ولسمشر ویلي: “چې د تاجیکستان د استخباراتو پر بنسټ، په ټولییز ډول د افغانستان شمال شرقي ولایتونو کې د ترورېستانو ۴۰ کمپونه او د زدکړو مرکزونه شتون لري چې ۶۰۰۰ نیمه پوځیان یې ځای پر ځای کړي.”

رحمان زیاته کړې؛ چې د افغانستان او تاجیکستان په پوله کې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي؛ له تاجیکستان سره د پولې په اوږدو کې نښتې ترسره کېږي. 

د نوموړي په وینا؛ تېره اونۍ پولې ته نږدې یو ځای کې څه کم ۱۱ طالب ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ