تاجیکستان په قزاقستان کې د ناقانونه وسلوالو ډلو له شتون اندېښنه وښوده

لخوا Aamaj News

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت دې وروستیو کې، قزاقستان کې د ناارامیو په اړه نن “پنجشنبه، د جدي ۱۶ مه” په یوه بیانیه کې اندېښنه وښوده.

همداشان په دې بیانیه کې ویل شوي؛ چې تاجیکستان په قزاقستان کې د ناقانونه وسلوالو ډلو له شتون څخه اندېښنه لري، چې د وسلو او جګړه ییزو مُهماتو خاوندان شوي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې دا تاوترخوالي ژر تر ژر د خبرو اترو له لارې حل شي.

په ورته وخت کې، تاجیکستان په قزاقستان کې د رامنځته کېدونکو خطرونو د له منځه وړلو له امله په عملیاتو کې د ګډون چمتوالی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تاجیکستان د خپلواک مشترک المنافع هېوادونو د ډله ییز امنیت د تړون د شپږو هېوادونو له غړو څخه دی.

د یادونې وړ ده؛ چې یاد سازمان کې روسیه، قزاقستان، تاجیکستان، قیرغزستان، ارمنستان او بلاروس غړیتوب لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ