له تاجیکستان څخه د اجباري اخراج په اړه د افغان کډوالو اندېښنه

لخوا Aamaj News

په تاجیکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د دغه هېواد د حکومت له خوا له جبري ایستلو څخه شکایت لري.

دوی وايي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د قانوني اسنادو په لرلو سربېره تاجیکستان په زور او سخت چلند سره د دوی په ایستلو لاس پوری کوي.

دغو افغان مهاجرینو زیاته کړې برسېره پر دې چې ژوند یې په خطر کې دی، خو د تاجیکستان حکومت د دوی ټولې شتمنۍ ضبط کړي او افغانستان ته یې استوي.

په دوشنبه کې مېشتو دغو کډوالو له دغه هېواده د ناخوښي په څرګندولو سره ويلي دي چې له کوم دليل او تور پرته د افغان کډوالو جبري شړل، د بشري حقونو د بنسټونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ چوپتيا تر پوښتنې لاندې راولي.

په همدې حال په تاجیکستان کې د مهاجرینو یوې ډلې په ټولنیزو شبکو کې د یو هشتګ په لاره اچولو سره له تاجیکستان څخه د پناه غوښتونکو د جبري اخراج د درېدو غوښتنه کړې.

د هیواد د کډوالو دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه بیانیه کې خبرداری ورکړی و چې د هغو کډوالو بېرته ستنېدل چې د ځورونې له امله له هېواده وتلي یو غیر قانوني عمل دی او جبري اخراج د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

همدارنګه په اعلاميه کې له تاجیکستان څخه غوښتل شوي چې د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونيسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ