د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوشنبه کې د تاجېکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان ټول قومونه د خپل هېواد په اداره کې بشپړه ونډه ولري.
د روسیې ولسمشر سه شنبه ورځ له خپل تاجېکستاني سیال سره په لیدنه کې زیاته کړې چې مسکو هڅه کړي له طالبانو سره اړیکې جوړه کړي.
له کرملین څخه په نقل قول، پوتین ویلي: «موږ په افغانستان کې د وضعیت عادي کولو لپاره له هېڅ هڅې مخ نه دی اړولی. موږ هڅه کړو چې له هغه سیاسي ځواک سره خپلې اړیکې تقویت کړو، چې افغانستان کې د اوضاع کنټرول یې تر لاس لانړې دی.»
دا په داسې حال کې ده؛ چې روسیې لا تراوسه طالبان د تروریستي ډول له خپل نوملړ نه دي لرې کړي؛ خو له دوی سره نږدې اړیکې لري او مسکو کې یې د طالبانو ډیپلوماټان منلي.
د اوکراین جګړې له پیل وروسته د پوتین دا لومړنی بهرنی سفر په داسې حال کې کېږي؛ چې روسیې او تاجېکستان په څو ځلې د افغانستان پولو کې د بې ثباتۍ او ترورېزم له ګواښ اندېښنه ښودلې. بل پلو تاجېکستان په ځانګړي ډول خپلې خاورې ته په افغانستان کې د شته سخت دریځه اسلام پالو ډلو له نفوذ څخه اندېښنه لري.