پوتین او رحمان په «افغانستان کې د وروستیو اندېښمنونکي» بدلونونو  په اړه خبرې وکړې

لخوا Aamaj News

د تاجکستان د ولسمشر امام‌علي رحمان، مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر رحمان د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبري کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، «دواړو ولسمشرانو په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د اندېښنې وړ بدلونونو او د تاجکستان او افغانستان د پولې پر وضعیت هم خبري کړي دي.»

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، «دواړو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر لا پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او په ځینو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو یې د نظر تبادله وکړه.»

که څه هم د تاجکستان د ولسمشر رسنيز دفتر د «اندېښمنونکي بدلون» په اړه توضېح نده ورکړې؛ خو داسي ښکاري چې د پنجشیر جګړه او له افغانستان څخه پر تاجکستان د توغندیو برید د افغانستان د وضعیت په اړه یې سیمه ییزي اندېښنې زیاتي کړي دي.

تاجکستان د مقاومت د جبهې ملاتړی بلل کيږي او ولسمشر رحمان په افغانستان کې د توکمیزو ډلو په ځانګړې توګه د تاجکانو د حقونو پر ساتنې ټینګار کوي. دوشنبه د مسکو د نږدې متحدینو په شمار کي راځي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ