د تاجېکستان دولت خبر ورکړی؛ چې په افغانستان کې بې ثباتي د نشهيي توکو د قاچاق وده زیاتوي.
اوراسیا نټ خبري آژانس د تاجېکستان له چارواکو څخه په نقل قول راپور ورکړی، چې د نشهیي توکو قاچاق د تېر کال په پرتله په تقریبي ډول ۶۹ سلنه زیاتوالی موندلی. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بي ثباتي د نشهیي توکو قاچاق کچه لوړه کړې.
د دې سربېره تېره ورځ د روسیي تاس خبري آژانس د تاجېکستان د نشه یي توکو د کنټرول آژانس له رئیس حبیبالله واحدزاده څخه په نقل قول راپور ورکړی؛ چې د یاد هېواد هوایي امنیتي ځواکونو ۴ ټنه نشهیي توکي مصادره کړي. پر دې حساب سره په دې هېواد کې د هرویینو او حشیشو کچه لوړه شوې.
واحدزاده وروستیو شواهدو ته په اشارې سره؛ د هغه څه لپاره چې د نوموړي په وینا په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله د نشهیي توکو د قاچاق د نویو څپو لامل شوي، دې مبارزې لپاره یې د نړیوالو مرستو غوښتونکی شوی.
نوموړي زیاته کړې: “په افغانستان کې د وضعیت له بدلون او د طالبانو له واک ته رسېدو سره، موږ باید خپل پولې له هر لوري پیاوړې کړو، نه یوازې د نشهیي توکو د قاچاق په وړاندې، بلکې د وسلو او نورو منع شویو توکو په وړاندې هم.”
واحدزاده د ملګرو ملتونو سازمان له نشهیي توکو او جرم په وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) څخه په نقل قول ویلي؛ چې تېر کال په افغانستان کې د ۱۷۷۰۰ هېکتاره پراخوالي سره تریاک کښت شوي و، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله یې د تریاکو د کښټ کموالی ښودلو. خو په ملګرو ملتونو سازمان کې پوهانو ویلي؛ چې د نشهیي توکو ډېرښت ته په پاملرنې سره د همغه کال د هر هکتار متعادل شمېره ښايي.
د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ؛ په ۲۰۲۱م کال افغانستان کې د تریاکو تولید ۶۸۰۰ ټنه یا له ۲۰۲۰م کال څخه ۸ سلنه ډېر و، په دې مانا چې د نشهیي توکو کښت د پینځم متوالي کال لپاره بې مخینې و او له ۶۰۰۰زره ټڼو څخه پورته شوی.
پر همدې بنسټ؛ له نشهیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ له اګېسټ څخه په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او د تریاکو د بیې لوړوالي له امله په دې هېواد کې د یاد محصول د کښت انګېزه زیاته شوې.