سویس: د سویس په خاوره کې د طالبانو حضور “د په رسمیت پېژندلو په مانا نه دی”

لخوا Aamaj News

د سویس د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د طالبانو یو هیئت بشري مرستو ته د لاسرسي او بشر حقونو په اړه د خبرو اترو لپاره له سویسي چارواکو او غیر دولتي سازمانونو سره د خبرو لپاره جینوا ته سفر کړی.

د فرانسې خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د جینوا خبرې اترې به له دوشنبې ورځې تر جمعې ورځې د تړلو دروازو ترشا ترسره شي او موخه یې له خنډ پرته افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد دی.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو هیئت د طالبانو د دفاع وزارت د صفوفو د تصفیه کمیسیون رئیس لطیف‌الله حکیمي رهبري کوي او شمېر یې ۱۰ کسانو ته رسېږي.

د دې سربېره د سویس د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د سویس په خاوره کې د طالبانو. شتون “د طالبانو مشروعیت او یا په رسمیت پېژندلو په مانا نه دی.”

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول سویس ته د یاد هیئت د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پخواني حکومت د اګېسټ په ۱۵مه سقوط شو چې د کړکېچ، بېکارۍ زیاتېدو او مالي کړاو لامل شو. بل پلو د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره، مرستې بندې او د افغانستان مرکزي بانک شتمنۍ کنګل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ