سویډن کې د ترکیې سفارت په وړاندې د لاریونونو په لړ کې یو جلد قرآن کریم ته د اور ورکولو وروسته، تهران، استانبول او اسلامآباد د سختو ټکو درلودونکو بیانیو په خپرولو سره دا کړنه غندلې ده.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت انقره کې د سویډن سفیر احضار کړی او استکهلم کې یې د دوی د سفارت په وړاندې قرآن کریم ته د اور ورکولو په اړه د دوی د هېواد د چارواکو غبرګون نه ښودلو په اړه خپل نیوکه اعلان کړه.
ترکیې له دې هېواد غوښتي، چې د دې هېواد لاریونونو کې د قرآن د سوځېدو جواز لغوه کړي.
بل پلو د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی هم د قرآن کریم په وړاندې د حرمت ماتولو دوام په سختو ټکو غندلی دی.
کنعاني زیاته کړې: «په خواشینۍ سره یو شمېر اروپایي هېوادونه د تېر په څېر له بیان آزادۍ څخه د ملاتړ په بهانه د اسلامپ ارزښتونو او مقدساتو په وړاندې د کرکې اچولو په لار د تندروو او افراط کوونکو ډلو لاس خلاص پرېږدي او د بشري حقونو ښکلو شعارونو پر ځای د اسلام ضد او له اسلام د ویرې په خپله ټولنه کې ځای پر ځای کوي.»
د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: «د یو نیم میلیارد مسلمانانو آسماني کتاب ته د سپکاوی دوام د ټولو مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي او کرکې خپرولو ښکاره مصداق دی او دا ډول کړنې په بیان آزادۍ او عقیده پورې هېڅ تړاو نه لري.»
د کنعاني په وینا د اسلامي نړۍ عمومي فکر تمه لري د سویډن هېواد د ورته اسلام ضد کړنو له تکرار مخنیوی وکړي او د مسلمانانو د احساساتو خرابولو عاملین له سزا پرته پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې شنبه ورځ استکهلم کې د ترکیې سفارت په وړاندې د لاریون په لړ کې د ښي افراطي ګوند یو سیاستوال یو جلد قرآن کریم ته ته اور ورکړ.