له هېواد څخه بهر د افغانانو ترمنځ، د طالبانو څلور میاشتو حکومت په اړه د آماج او رومي په ټولپوښتنه کې څرګنده شوه، چې د طالبانو تېرو څلور میاشتو حکومتوالۍ ته ۹۴ سلنه خلک په منفي او یوازې ۴.۸ سلنه خلک په مثبت لیدلوري ګوري.

لخوا Aamaj News

د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې د آماج او رومي ټلیفوني ټولپوښتنه ښایي، چې له افغانستان څخه بهر ۹۴ سلنه هېوادوال د طالبانو څلور میاشتو حکومتوالۍ په اړه منفي لیدلوری لري، (ناخوښ دي) په داسې حال کې چې ۴.۸ سلنه خلک یې په اړه مثبت لیدلوری لري، (خوښ دي) او یوازې ۱.۲ سلنه یې په اړه هېڅ لیدلوری نه لري

بېکاري او اقتصادي ستونزې، د کابینې د جوړښت ډول، تریخ چلند او پر آزادیو محدودیتونه د یادو منفي لیدلورو اصلي لاملونه دي.
په داسې حال کې چې د جګړې نشتون او په فساد د یو شمېر ککړو دولتي څېرو تېښته، د مثبت لیدلورو لاملونه په ګوته کوي.
له قومي نظره د طالبانو له کړنو په اړه ډېر مثبت لیدلوري د اوزبیکانو په منځ کې او تر ټولو ډېر منفي لیدلوری د تاجیکانو په منځ کې دی.

په یاده ټولپوښتنه کې د طالبانو تېرو څلور میاشتو حکومتوالۍ په اړه د سړیو په نسبت ښځینه ډېر منفي لیدلوری لري.

د طالبانو له څلور میاشتینۍ حکومتوالۍ څخه د منفي لیدلوري ډېره سلنه په ترکیه کې ښکاري.

د یادې ټولپوښتنې ټول ګډونوال ۲۰۸۴ کسان دي، چې له دې ډلې ۸۲ سلنه نارینه او ۱۸ سلنه ښځینه دي.

د یادې ټولپوښتنې اصلي پوښتنه په دې ډول وه؛ د طالبانو څلور میاشتې حکومتوالۍ په اړه ستاسې لیدلوری څه دي؟

په پایله کې ښکاره شوه چې طالبان نه دي توانېدلي، له هېواد څخه بهر د اکثریت افغانانو رضایت ترلاسه کړي.

د ۲۰۸۴ کسانو له ډلې، د سلنې پر بنسټ د طالبانو څلور میاشتې حکومتوالۍ څخه د دوی مثبت لیدلوری (رضایت) او منفي لیدلوری (نارضایت) په لاندې ډول دی:
۹۴ سلنه منفي
۴.۸ سلنه مثبت
۱.۲ سلنه لیدلوری نه لري

د یادو ۲۰۸۴ کسانو له ډلې چې د آماج په ټولپوښتنه کې یې ګډون کړی، د نارینه او ښځو سلنه په لاندې ډول ده:
۸۲ سلنه نارینه
۱۸ سلنه ښځینه

د هغه هېوادونو سلنه چې د افغانانو له هغې ځایه په ټولپوښتنه کې ګډون کړی:
ایران ۲۷.۴۲ سلنه
ترکیه ۱۹.۸۴ سلنه
سویډن ۷.۱۴ سلنه
پاکستان ۵.۹۵ سلنه
جرمني ۴‌.۷۶ سلنه
هند ۴.۷۶ سلنه
دُبۍ ۳.۹۵ سلنه
عربستان ۳.۵۷ سلنه
امریکا ۳.۵۷ سلنه
تاجیکستان ۲.۳۸ سلنه
روسیه ۲‌.۳۸ سلنه
بریتانیا ۲.۳۸ سلنه
فرانسه ۲.۳۸ سلنه
هالنډ ۱‌.۱۹ سلنه
کوېټ ۱.۱۹ سلنه
اتریش ۱.۱۹ سلنه
کاناډا ۱.۱۹ سلنه
فنلنډ ۱.۲۰ سلنه
مصر ۱.۱۹ سلنه
انډونیزیا ۱.۱۹ سلنه
ویټنام ۱.۱۹ سلنه

له دې وړاندې د طالبانو حکومت لومړیو سل ورځو کې، د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې د رومي او آماج ځانګړې ټولپوښتنه کې څرګنده شوې وه، چې ۹۵.۵ سلنه خلک د طالبانو حکومت لومړیو سل ورځو حکومتوالۍ څخه ناخوښ او ۸۰ سلنه راتلونکي ته نا امیده دي.

آماج او د رومي بنسټ به په دوام داره توګه دې ټولپوښتنو ته دوام ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ