سعودي عربستان د القاعدې رهبر له وژل کېدو هرکلی وکړ

لخوا Aamaj News

د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس «واس» نن سهار د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت پیغام خپور کړی چې هغه کې د القاعده شبکې د رهبر له وژل کېدو هرکلی شوی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې وسل شوي، چې ایمن الظواهري د «ترورېزم له سر لارو» وو او په امریکا او سعودي عربستان کې یې څو مرګوني بریدونه پلان او ترسره کړي وو.

ایمن الظواهري د مصر وګړی وو. نوموړی د القاعده شبکې پخواني مشر اسلمه بن لادن له وژل کېدو وروسته د یادې شبکې رهبر شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دوشنبه ناوخته خبر ورکړ، چې ایمن الظواهري د کابل ښار په زړه کې د یاد هېواد بې‌پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې وژل شوی.

د القاعده شبکې رهبر کابل کې په داسې حال کې د امریکا لخوا وژل کېږي چې طالبانو له دې وړاندې تل افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون نه منلو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ