نیویارک ټایمز: امریکا په تېرو پینځو کالونو کې په افغانستان، عراق او سوریه کې ۵۰ زره هوایي بریدونه کړي

لخوا Aamaj News

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی؛ چې د امریکا متحده ایلاتو د دفاع وزارت د سندونو پر بنسټ دې هېواد په تېرو پینځو کالونو کې؛ په افغانستان، عراق او سوریه کې ۵۰ زره هوایي بریدونه کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې په دغه بریدونو کې د “غلطو استخباراتو” له امله زرګونه غیر پوځي کسان او له دې ډلې ډېری ماشومان وژل شوي.

همداشان یاد راپور کې راغلي چې د هغه دقیقو سندونو ټولګه چې غیر پوځي کسانو د وژنې له ۱۳۰۰ څخه زیاتې پېښې په لړ کې نیسي، ښایي چې دا غیر نظامیان د امریکا متحده ایلاتو د دقیقو بمونو له امله وژل شوي.

نیویارک ټایمز ادعا کړې؛ چې په منځني ختیځ کې یې د د غیر پوځي کسانو د وژلو د څو پېښو راپور وړاندې ورکړی؛ خو د یادې ورځپاڼې راپورونه ښایي چې هغه سلګونه غیرپوځي کسان چې دې بریدونو کې وژل شوي؛ شمېر یې کم ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د اګېسټ په ۲۹ مه کابل کې پر یو کور د بېپیلوټه الوتکې په برید کې، د اوه ماشومانو په ګډون د یادې کورنۍ لس غړو ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند لیکنې

1 تبصره

real cams show September 21, 2023 - 7:37 pm

Dieses Buch kann einen gro?en Unterschied darin machen, wie wir miteinander, mit uns selbst und mit den gro?en Freuden der Welt umgehen

ځواب

یو نظر پریږدئ