ستانکزی: هر هغه څوک چې افغانستان ته په بدو سترګو ګوري، موږ د هغوی د خولې د ماتولو توان لرو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي په متحده عربي اماراتو کې یو شمېر افغان سوداګرو ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې اقلیت او اکثریت نشته، افغانان ټول یو لاس، یو ملت او اکثریت دي.

نوموړي د دې ليدني پر مهال نړۍ او د افغانستان ګاونډیانو ته خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، طالبان د هغوی د مقابلې توان لري.

ښاغلی ستانکزی زیاته کړې: «هر هغه څوک چې افغانستان او زموږ پولو ته په بده وګوري، موږ د هغوی د خولې او پښې د ماتولو واک لرو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «موږ له دې هېواد څخه د دفاع لپاره څلوېښت کاله په میلیونونو افغانان قرباني کړی، موږ به دا خاوره د هیچا لپاره نه پریږدو.» هغه زیاته کړې چې افغانان کولای شي د خپلو دښمنانو پر وړاندې سل کاله نور هم جګړه ودریږي.

هغه ويلی چې نړۍ او ګاونډیان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شېر محمد عباس ستانکزي څه موده وړاندې ويلي وو چې امريکايي جنرالانو ته يې توصیه کړې ده چې په نړۍ کې دوه زبرځواکونه دي؛ لومړی امریکا او دوهم طالبان.

دا په داسي حال کې ده چې پر افغانستان باندي د طالبانو د بیا واک تر لاسه کولو راهیسې، د دوی سرحدي ځواکونه څو ځلې د افغانستان له ګاونډیو سره نښتې دي.

اړوند لیکنې

7 تبصرې

easy fm November 3, 2023 - 10:51 pm

But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.

ځواب
The Hustle 101.3 - KRKE-FM November 4, 2023 - 8:04 pm

Great information shared.. really enjoyed reading this post thank you author for sharing this post .. appreciated

ځواب
bbcpersian November 10, 2023 - 11:18 am

For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents. Watch bbcpersian

ځواب
TV 52 November 11, 2023 - 4:38 am

Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:13 am

naturally like your web site however you need to take a look at the spelling on several of your posts.

ځواب
live horse racing streaming November 17, 2023 - 11:01 pm

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب
รับผลิตป๊อปคอร์น November 24, 2023 - 4:00 am

… [Trackback]

[…] Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/stanikzai-afghanistan/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ