ستانکزی: نه یوازې افغانستان؛ بلکې د سیمې هېوادونه مو هم د یرغلګرو له شر آزاد کړل

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د افغان انویست شرکت د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: «نه یوازې خپل هېواد مو آزاد کړ؛ بلکې د سیمې هېوادونه مو هم د یرغلګرو له شر آزاد کړل.»

نوموړي زیاته کړې؛ چې نړۍ باید ورته درناوی وکړي. د نوموړي په باور اوس که ایران، پاکستان یا نور ګاونډي هېوادونه هوسا ژوند لري؛ د افغانانو د جهاد او قربانیو پایله ده.

له دې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څو ځلې د ابر قدرت توب ادعا کړې وه.

نوموړي یو ځل یولي وو: «نړۍ کې دوه ابر قدرته شتون لري، لومړی امریکا دویم طالبان.»

اړوند لیکنې