د سریلانکا لومړی وزیر، رانیل ویکرمسینگه د دغه هیواد د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
اسوشیتد پرس جمعه، د جولای په ١٥ نېټه، راپور ورکړی تر هغه مهاله چې پارلمان د سریلانکا پخواني ولسمشر، ګوتابایا راجاپاکسا، ځایناستي ټاکي، د دغه هیواد لومړي وزیر د ولسمشر دندي پر مخ وړي.
د سریلانکا مخکینی ولسمشر، ګوتابایا راجاپاکسا د پراخو ولسي لاریونونو په پایله له هیواده وتښتېد او وروسته له مالدیف څخه خپله استعفا پارلمان ته ایمیل کړه.
د سریلانکا پارلمان د راجاپاکسا استعفا منلې ده.