د سریلانکا ولسمشر د دغه هیواد د اوسېدونکو له څو میاشتو لاریونونو وروسته په پوځي الوتکه کې له یاړ هیواد څخه بهر او د چهارشنبې سهار وختي مالدیف ته ورسېد.
د سرېلانکا د ولسمشر راجاپاکسا تېښته، په دغه هېواد کې د اقتصادي ناورین او د سون توکو د بیو د بې حده زیاتېدو له کبله د خلکو د میاشتو لاریونونو وروسته وشوه.
ګوتابایا راجاپاکسا د تېري اونۍ په پای کې ژمنه کړې وه چې د چهارشنبې په ورځ به استعفا ورکوي او د «واک د سولییز لېږد» لپاره به لاره هواروي.
راجاپاکسا سیاسي خوندیتوب لري او چارواکي یې د نیولو حق نه لري؛ خو له دې ويرې چې تر استعفا وروسته و نه نیول شي، له هېواده وتښتېد.
د فرانسې خبري اژانس سرچینې ویلي چې راجاپاکسا، مېرمن او یو ساتونکی یې د انتونوف-٣٢ډوله (Antonove-32) پوځي الوتکې په څلورو مسافرینو کې لیدل شوی.
د مالدیف د هوایي ډګر یو چارواکي ویلي چې راجاپاکسا دې هېواد ته تر ننوتو وروسته د پولیسو لخوا نامالوم ځای ته ولېږدول شو.
1 تبصره
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.