رویترز راپور ورکړی د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د یاد هېواد د پوهنې وزارت په وړاندې د دوه بم ځای پر ځای کړل شویو موټرونو د چاودنې له امله ۴۰۰ تنه مړه او ټپیان شوي.
د شمېرو پر بنسټ په دې دوه چاودنو کې څه کم ۱۰۰ تنه مړه او څه باندې ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي.
راپورونو کې راغلي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
د قربانیانو د ډېرېدو احتمال چې ښځې او ماشومان دي شتون لري.
د راپورونو پر بنسټ لومړۍ چاودنه د سومالیا د پوهنې وزارت دېوال ته څېرمه او دویمه چاودنه د غرمې ډوډۍ خوړلو پر مهال د یو هوټل په وړاندې ترسره شوې ده.
د یادو چاودنو پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.