د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې: افغانستان ازاد شوی او ټول ولس د امن په فضا کې ژوند کوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو مشر، ملا هبت الله د لوی اختر له امله په یو پیغام کې وایي چې افغانستان ازاد شوی او ټول ولس د امن په فضا کښې ژوند کوي.

د طالبانو مشر نن (چهار شنبه د چنګاښ١٥ مه) ویلي چې افغانستان په بشپړ ډول ازاد شوی، اسلامي نظام حاکم او ټول ولس د امن، آرامۍ او وروګلوي په فضا کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې: «په دې لویه فتحه کې یوازې اسلامي امارت او په سنګر کې مجاهدین نه؛ بلکې ټول ملت شریک دي چې په شل کاله جهاد کې یې ستونزې وګاللې تر څو هېواد له اشغال څخه ازاد شو.»

ملا هبت الله څرګنده کړې: «ټولو لورو باندې غږ کړو چې موږ له هېچا سره ذاتي دوښمني نه غواړو او زموږ غېږ د ټولو هېوادوالو په مخ خلاصه ده او زموږ دوستي او دوښمني د اسلامي اصولو پر بنسټ ده.»

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان د شرعي نظام د واکمن کېدو تر څنګ، د امنیت ټینګښت، پرمختګ او بیارغونې په لاره کې هر ډول هڅې ته پاملرنه لري.

هغه ویلي: «ګاونډي او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې افغانستان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ له خاورې نه په ګټي اخیستو سره د نورو هیوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. له نورو هېوادونو غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (سه شنبه، چنګاښ ١٤ مه) مازدیګر ٤:٣٠ بجې له حیرتان بندر څخه د ازبېکستان ترمذ ښار خوا ته پنځه توغندي توغول شوي.

د اوزبېکستان امنیتي چارواکو، د یاد هېواد ترمذ ښار کې د پنځو توغندیو لګېدل منلي.

د طالبانو مشر څرګنده کړې: «موږ د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابلو ژمنو او تعامل په چوکاټ کې، پیاوړي او ښې دیپوماتیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکي غواړو او دا د ټولو خواوو په خیر بولو.»

د دغه پیغام په دوام کې راغلي: «داچې په بهر کې مېشت افغانان هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي، د اړیکو کمیسیون ته امر کوو چې هغه شمېر افغانان چې هېواد ته ستنیږي، ورسره کړې ټولې ژمنې پوره کړي او د دوی سر، مال او عزت ته څوک زیان ونه رسوي.»

په یاد پیغام کې راغلي چې طالبانو د ښوونې او روزنې پروګرام ته په ځانګړی ډول د ماشومانو دیني تربیې ته او د عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه کوي؛ خو تر ښپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ