د طالبانو رهبر، ملا هبت الله نن د قندهار سیمه ییزو چارواکو سره خبرې اترې او لیدنې کړې دي.
باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د طالبانو رهبر ویلي، چې اوس ټول هېواد کې سوله او امنیت راغلی او دا یو لوی نعمت دی.
د یادې لیدنې په اړه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو رهبر ، طالب چارواکو ته امر کړی چې کار، اهل د کار ته وسپاري.
نوموړي له چارواکو او مسؤلینو غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د بیت المال له مال څخه ساتنه وکړي.
دا دویم ځل دی، چې طالبان په قندهار کې د ملا هبت الله د جمعي لیدنو خبره کوي، خو بې له دې چې انځورونه یې خپاره کړي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More here to that Topic: aamajnews24.com/ps/sl-4/ […]