د طالبان د رهبر نوی فرمان: هېڅوک حق نه لري کومه نجلۍ په بدو کې ورکړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو رهبر په خپل نوي فرمان کې د ښځو د حقونو په اړه ویلي؛ چې ښځه مال نه ده، بلکې اصیل او آزاد انسان دی او هېڅوک یې د بدو په بدله کې نشي ورکولی.

د طالبانو حکومت رهبر، ملا هیبت الله آخند چې له کالونو کېږي چا یې څېره نه ده لیدلې، په یو نوي فرمان کې چې نن (جمعه، د قوس ۱۲) د دوی د ویاندویانو لخوا خپور شوی ویلي؛ هېڅوک حق نه لري کومه نجلۍ په زور نکاح کړي.

په دغه فرمان کې چې د ښځو د حقونو په اړه صادر شوی راغلي: «د نکاح پر مهال د بالغو نجونو رضایت اړین دی،”البته په کفو نکاح” وي او په هغې کې د فتنې او فساد ګواښ نه وي. هېڅوک کومه نحلۍ/ ښځه په زور او جبر نکاح ته نه شي اړ کولی.»

په ورته وخت کې د طالبان رهبر ویلي؛ چې ښځه د خپل خاوند له مال څخه ځانګړی حق وړي او څوک ورڅخه د انکار حق نه لري. د نوموړي په وینا؛ هغه کسان چې څو مېرمنې لري دوی ټولو ته د برابرو حقونو ورکولو باندې اړ دي او باید د مېرمنو تر منځ یې عدالت وکړي.

ملا هیبت الله په یاد فرمان کې څرګنده کړې، چې دا کړنه د خلکو د پوهاوي لپاره؛ د هغو حقونو په اړه چې شرعیت ښځو ته ورکړي ګټور دی.

په ورته وخت کې، د طالبانو رهبر په یاد فرمان کې د حج او اوقافو وزارت ته امر کړی، چې یاد فرمان کې د ښځو په پام کې نیول شوي حقونه، د منبرونو او جوماتونو له لارې تر خلکو ورسوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو رهبر په خپل نوي فرمان کې د ښځو د زدکړو او په دولت کې د دوی د ګډون په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو په افغنستان کې له واک ته تر رسېدو وروسته، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي تړلي. او همداشان د ښځو چارو وزارت یې هم د امربلمعروف او نهيې عنی المنکر په نوم بدل کړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ