اسکای نیوز: ادعا کېږي چې د هرات په بندخونه کې بندیان بې له شواهدو او محکمې ساتل کېږي

لخوا Aamaj News

اسکای نیوز شبکې له هرات بندخونې څخه په اختصاصي راپور کې لیکلي؛ چې په دې بندخونه کې ۱۲ کلن ماشومان او د پخواني حکومت کارکوونکي ساتل کېږي.

په راپور کې راغلي؛ د یادې بندخونې اصلي بندخونې له هغه بندیانو ډک دي، چې هر یوه کې شااوخوا ۴۰ کسان شتون لري

د اسکای نیوز خبریال ویلي؛ چې طالبانو دوی ته اختصاصي اجازه ورکړي تر څو له یادې بندخونې لیدنه وکړي، خو د بندخونې له رئیس او وسلوالو ساتونکو سره یې.

په یاد راپور یادونه شوې چې ځینو بندیانو ویلي؛ چې شااوخوا پینځه میاشتې کېږي چې په دې بندخونه کې وخت تېروي، یعني د طالبان له ولکې څو ورځې وروسته بند ته لوېدلي.

دغه شبکې له ځينو بندیانو څخه په نقل قول لیکلي، چې دوی د پخواني حکومت کارکوونکي دي.

د یادو بندیانو له ډلې یو کس اسکای نیوز ته ویلي: “له کوم شاهد، سند او د محکمې له حکم پرته دلته اچول شوي یو او نه پوهېږو چې کله به آزاد شو.”

بل پلو دغه شبکه زیاتوي؛ چې د هرات په اصلي بندخونه کې تر ۱۲ کلنو ماشومانو پورې ماشومان بندیان دي. له دې ډلې ځینو ماشومانو ویلي چې د “بایسکل غلا” په تور بندیان شوي.

د دې سربېره د هرات بندخونې رئیس اسکای نیوز ته ویلي، چې په تېر حکومت کې د هرات ښځینه بندخونې مسووله عالیه عزیزي په فساد ککړه وه او له بهرنیو هېوادونو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ