د ژغورنې نړیواله کمیټه: د اوکراین ناورین ته د نړۍ له پام سره، د افغانستان له وضعیت مه بې خبره کېږئ

لخوا Aamaj News

د ژغورنې نړیوالې کمیټې تېره ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي؛ چې د اوکراین ناورین له پام کولو سره، د افغانستان وضعیت مو باید هېر نه شي او نړۍ باید له دې فرصت څخه د قحطۍ څخه د افغانستان خلکو ژغورلو لپاره په چټکۍ هڅه وکړي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې له افغانستان سره د مرستو زیاتولو او دې هېواد کې د اقتصادي کړکېچ ته د لاسرسي لپاره د امریکا متحده ایالاتو او د نړۍ د هېوادونو کړنو څخه هرکلی وکړ.

دغه بنسټ څرګنده کړې؛ چې نړۍ باید په افغانستان کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه د وګړو د ژوند ژغورلو او د ښځو او نجونو په وړاندې د وحشتناکه شرایطو د پای لپاره ګټه واخلي.

دغه بنسټ هغه ناستې ته په اشارې سره چې ښایي د افغانستان خلکو سره د مرستو راټولو لپاره د آلمان او بریتانیا په کوربه‌توب د روان کال مارچ میاشتې په وروستیو کې ترسره شي؛ ویلي چې دا کمیټه د دوامداره پاملرنې، د بشردوستانه مرستو زیاتوالي او په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د کمښت لپاره د سیاستونو د بدلون غوښتونکی دی.

دغه کمیټې ټینګار کړی؛ چې افغانستان کې د تېر کال په پرتله بشري اړتیاوې درې برابره زیاتې شوې او افغانان ډېرو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې سیاسي مرستیال آماندا کاتانزانو ویلي: “موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعاله څانګو او نورو مرسته رسوونکو سازمانونو ته د دې هېواد د بیارغونې د امانت صندوق څخه د یو میلیارد ډالره پیسو د ورکړې په هکله د امریکا او نورو هېوادونو څخه په ځانګړي ډول د نړیوال بانک له پرېکړې هرکلی کړو.”

نوموړي څرګنده کړې چې دا مرستې به په افغانستان کې د دولتي کارکوونکو او ښوونکو په ګډون چې له اوو میاشتو راپدیخوا یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، هغه ۹ میلیون کسان ته ووېشل شي، چې له قحطۍ سره لاس او ګریوان دي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته، د نړۍ پام له افغانستان څخه د اوکراین جګړې ته اوښتی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ