هندي رسنۍ: کابل کې پر سېکانو له برید وروسته؛ نوي دهلي سل بېړنۍ الکترونیکي ویزې صادرې کړې

لخوا Aamaj News

کابل کې د اهل هندو پر عبادت ځای د تېرې ورځې له برید وروسته، هندي رسنیو راپور ورکړی چې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې افغانستان کې څه باندې ۱۰۰ اهل هندو او سېک وګړو ته بېړنی الکترونکي ویزې صادرې کړي.

بل پلو د پنجاب ایالت لوړپوړي وزیر د هند له لومړي وزیر نارندرا مودي او ګڼ شمېر نورو سیاسي رهبرانو او سېک بنسټونو سره په لیدنه کې له دوی غوښتي تر څو په افغانستان کې د لږکیو د امنیت خونديتوب لپاره بېړني چارې ترسره کړي.

کابل کې د سېکانو پر عبادت ځای د برید مسوولیت چې په پایله کې یې یو اهل هندو او یو طالب ژوند له لاسه ورکړ او اووه کسانو نور په کې ټپیان شول، داعش دلې پر غاړه واخیست.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ