داعش کابل کې د سېکانو پر عبادت ځای د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

لخوا Aamaj News

داعش ډلې د کابل ښار کارته پروان سیمه کې د سېکانو پر عبادت ځای د تېرې ورځې د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

پر یاده عبادت ځای ډله ییز برید تېره ورځ سهار مهال پیل او له څو ساعته نښتې وروسته د بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد.

طالبان وايي؛ چې یاد برید کې یو اهل هنود وګړی او یو طالب وژل شوي او اووه کسان نور ټپیان شوي.

یاد برید ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د یاد برید په غبرګون کې ویلي چې د ملکي وګړو په وړاندې بریدونه باید ژر تر ژره بند شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ