سیګار: د طالبانو حکومت هره ورځ درې میلیون ډالره عواید لري؛ طالبان: ناسم دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو ماليې وزارت د دغه وزارت د ورځنیو عواید په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څېړنېزې ادارې یا سیګار راپور رد کړی.

د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې سیګار ادعا کړې چې دا وزارت هره ورځ درې میلیون ډالره عواید راټولوي او په وروستیو درې میاشتو کې یې ۲۸۸ میلیون ډالره عواید راټول کړي.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي؛ چې د سیګار دا راپور د ناسمو مالوماتو پر بنسټ جوړ شوی او دې وزارت له خپلو عوایدو څخه هېڅ شمېره نه ده خپره کړې.

دغه وزارت زیاته کړې؛ چې د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا او پاملرنې ته پام کړي او دې برخه کې خلکو ته هم ځواب ویونکي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ