سیګار: ۷۰ سلنه افغان کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري

لخوا Aamaj News

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی یا سیګار په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

دغه اداره په خپل تازه راپور کې وايي، چې ۷۰ سلنه افغان کورنۍ د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

په دغه راپور وړاندوینه شوې چې سخته وچکالي او د اوکراین د جګړې اغیزې د خوراکي او سونګ توکو په بیو به په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړي.

د دغه راپور په یوه برخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشردوستانه اطلاعاتو څانګې له قوله راغلی چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې له ۲۴ میلیونو او څلور سوو زرو څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کي راغلی چي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وړاندي دا شمېر ۱۸ میلیونه او ۴۰۰ زرو کسانو ته رسېده.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بېکاري، فقر او لوږه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د راپور په یوه برخه له رسنیو سره د طالبانو چلند او د خبریالانو نیولو ته هم اشاره شوې ده. د راپور له مخې د طالبانو حکومتي چارواکو د رسنیو د محدودولو هڅې جاري ساتلي دي.

دا په داسي حال کي چې د طالبانو د چلند په اړه د رسنیو د خوندیتوپ بنسټونو او خبریالانو له سختو نیوکو وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مطبوعاتو او رسنیو د ازادۍ په نړیواله ورځ کی وويل هیڅ خبریال د دوی په بند کی نه او د دوی حکومت د رسنیو ملاتړ کوي.

راپور د پنټاګون په حواله وايي چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغان ځواکونو ته د ۱۸ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ورکړل شویو تجهیزاتو ډېره برخه په جګړه ییزو عملیاتو کې له منځه تللې ده.

په راپور کي د طالبانو د هوايي ځواک د قوماندان او د افغانستان د هوايي ځواک د پخواني پرسونل له قوله راغلی چې د ۳۳ پیلوټانو په ګډون د دغه ځواک شاوخوا ۴۳۰۰ غړي له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د سیګار په وینا، د شپږ بلیک هاک چورلکو په ګډون د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د ۸۱ چورلکو یو محدود شمېر فعال دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ