سیګار: غني د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې پر افغان پوځ شکمن شوی و او وېره یې درلوده چې پوځ به یې پر ضد پاڅون ونه کړي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکی (سیګار) په یو  وروستي راپور کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په پای کې د افغان پوځ د سقوط ریښې څیړلې دي.

سیګار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن پرېکړې د دې هیواد د ځواکونو د سقوط اصلي لامل بولي.

امريکايي چارواکو څرګنده کړې، چې د دوی وړانديز دا و، چې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري دې په افغانستان کې پاتې شي، خو دغه طرحه  و نه منل شوه.

راپور زیاتوي چې اکثره افغانان په دې باور دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون او له افغانانو سره د واشنګټن له خوا د خپلو ژمنو تر پښو لاندې کول، طالبانو ته د دغه هېواد د سپارلو نښې وې چې د افغان وسله وال ځواک د مورال د ناڅاپه تضعیف لامل شو.

له بلې خوا، سیګار په یوه راپور کې ټینګار کړی چې کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال اشرف غني پر افغان او امریکايي پوځیانو شکمن و.

راپور د پخوانیو افغان او امریکایی چارواکو له قوله وایی، پلازمیني ته د  طالبانو نږدې کېدو سره، اشرف غنی وېره درلوده چې خپل پوځ به د ده پر ضد راپاڅی او شک یې درلود چې متحده ایالات له واکه د هغه د لیري کولو پلان لري.

د دغه راپور له مخې، غني ګڼ شمېر جګپوړي امنیتي چارواکي او مهم قوماندانان له دې امله له دندو ګوښه کړل، چې ګواکې دوی ورته ژمن نه وو.
ویل کېږي چې دغو کړنو د افغان امنیتي ځواکونو مورال نور هم کمزوری کړ او د جګړې په مدیریت کې یې ګډوډي رامنځته کړه چې په پایله کې یې د هېواد د سقوط لامل شوی دی.

په دغه راپور کې راغلی: «له افغانستان څخه د پوځي ځواکونو او قراردادیانو د ایستلو په اړه د متحده ایالاتو پرېکړه، سره له دې چې افغان ځواکونه د ځان د ملاتړ توان نه درلود د دې هیواد د سقوط تر ټولو مهم عامل و.»

سیګار زیاته کړې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې تړون د جګړې په ډګر کې د طالبانو مخ پر زیاتیدونکي بریالیتوب په پام کې نیولو سره د ډیرو افغانانو لخوا د بدلون د یوې څرګندې نښې په توګه تعبیر شو.

جنرال سمیع سادات چې د اشرف غني د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د کابل امنیت په غاړه درلود، سیګار ته وویل چې غني یو پارانوئید ولسمشر و او له خپلو هېوادوالو نه وېره درلود.

اشرف غني د تېر کال د اګسټ په ۱۵مه هغه مهال چې طالبان د کابل دروازې ته نږدې شول له هیواده وتښتېد او افغان پوځ وپاشل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ